د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سوریې شمال ختیځ الحسکه ولایت په قصرک سیمه کې د امریکایي پوځیانو پر هډې د هاوان برید شوی.

فارس خبري اژانس د عراقي «المعلومه» ویب‌پاڼې پر حواله لیکلي، چې تر دغه برید وروسته امریکايي ځواکونو د تیارسئ حالت غوره کړی.

سرچینې زیاته کړې چې برید له نامعلوم لوري شوی او تر دې برید وروسته د یادې پوځي هډې په ختیځ او شمالي برخو کې چاڼیز عملیات هم ترسره شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران پر اټومي تأسیساتو د امریکا تر برید وروسته د دغه هېواد پوځي چارواکو ګواښ کړی چې سیمه کې به د امریکا پوځي هډې په نښه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version