د ‏کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ځانګړو ځواکونو د کابل ښار څلورمې، پنځمې او ۱۲مې امنیتي حوزو اړوندو سیمو کې عملیات کړي.

د یاد معینیت د مطبوعاتو مدیر ویلي، چې د عملیاتو په پایله کې ۱۳۳ زره عدد زیکپ او ۵۰۰ عدد ټابلیټ کا نشه‌یي ګولۍ کشف او نیول شوې دي.

ځانګړو ځواکونو د یادو نشه‌یي ګولویو په تړاو اووه تنه نیولي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلیي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version