کورنیو چارو وزارت وایي، ‏د کندوز ولایت امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یو حرفوي او مسلکي غل د شپږ سوه زره افغانیو په ارزښت د سرو زرو د غلا په تور نیولی.

یاد کس د خان اباد ولسوالۍ په بندر سیمه کې نیول شوی.

سرچینې زیاته کړې، چې ‏نیول شوی کس له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version