د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د همغږې ډلې غونډه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي، افغانستان دا مهال په مډم پړاو کې دی او د نړۍوالې ټولنې دوامدارې پاملرنې او عاجلو اقداماتو ته اړتیا لري.
بخیت همدارنګه د بانکي چینلونو د محدودیتونو د اسانتیا غوښتنه کړې او د اسلامي بنسټونو رول یې مهم بللی دی.
هغه ټینګار کړی چې یاد سازمان به د نړۍوالو لورو سره د همکارۍ او خبرو اترو لړۍ ته دوام ورکړي، څو د افغانستان ثبات او بیا رغونه پیاوړې شي.
