دا ډېره بوږنوونکې ده چې د سیاسي فعالیت په بهانه د افغان ولس پر زخمونو مالګې وشیندل شي. د مقاومت ډلې مشر احمد مسعود د فوزیه کوفي په څېر د یوې داسې قاچاقبرې او استخباراتي مهرې ستاینه کړې چې په لندن او اسلام‌ آباد کې یې د پاکستاني استخباراتو لپاره د څو پیسو په بدل کې د هېواد په ضد دریځونه نیولي دي؛ په همدې حال کې ښه درک کولای شئ چې مخالفین څومره د اسلامي او ملي ګټو په ضد دریځونو کې د یو بل ملاتړ کوي.

د مقاومت ډلې مشر د ملکیانو پر شفاخانو او کورونو د پاکستاني جیټ پر بمبارد خوله ګنډلې، خو د هغو کسانو لپاره بیا د ستاینې الفاظ لیکي چې د راولپنډۍ د جنرالانو پر دسترخوان د افغانستان د تجزیې او نوي بحران طرحې لاسلیک کوي؛ دا خوږوالی د دوو همفکرو ملګرو ترمنځ نه، بلکې د هغو کسانو ترمنځ یو استخباراتي پيوند دی چې د ملت تر ګټو ورته د پردیو امر او د پروژو ډالر ډېر ارزښت لري.

مسعود په داسې حال کې له فوزیه کوفي ننګه کړې چې د نوموړې د لندن وروستۍ ناسته د هغو استخباراتي لوبو دوام و، چې لومړی پړاو یې په اسلام‌ آباد کې ترسره شوی و. دا د شرم ځای دی چې د هېواد د ژغورنې نعرې له هغه ادرسه پورته کېږي چې د تېرو څه باندې څلورو لسیزو په جګړو او د افغانانو په وژلو کې پراخ لاس لري. فوزیه کوفي چې د ښځو د حقونو تر چتر لاندې یې د جګړې د سوداګرو لپاره د نوي مارکیټ د موندلو کمپاین پیل کړی، اوس یې د مسعود په څېر نیابتي جنګیالي له خوا د هویت پټولو هڅه کېږي او غواړي د هېواد پلورنې پر معامله یې سترګې پټې کړي.

د دې تضاد ارزونه وکړئ چې پاکستان د روژې په مبارکه میاشت کې د معتادینو پر شفاخانه بمبارد کوي، زموږ ملکي هېوادوال شهیدانوي، خو مسعود په رسمي ډول د دې وحشت پر وړاندې چوپتیا اختیاروي. اما کله چې د آی‌ایس‌آی یوه ازمویل شوې مهره په لندن کې د استخباراتي انجنیرۍ نوې پروژه پرانیزي، نو بیا یې قلم رنګ اخلي او په لویو لقبونو یې ستايي. دا کوم انصاف دی؟ دا کومه مبارزه ده؟ دا په حقیقت کې د پاکستان په ګټه او د افغانستان په خلاف دریځ نیونه ده. مسعود او کوفي په دې نږدېوالي ثابته کړې چې د دوی لاره له ملت څخه بېخي جلا او د هغو ادرسونو په لور ده چې د افغانستان په بربادۍ کې خپله آبادي لټوي.

فوزیه کوفي چې پرون یې په کابل کې د مفسد او استبدادي رژیم تر حاکمیت لاندې د ملت وینې څښلې، نن په لندن کې د «سیاسي حللارو» په نوم د هېواد د تجزیې تخمونه شیندي، خو مسعود یې بیا ملاتړ ته ور دانګي. کوفي او مسعود د هغو پروژو فعالان او مهرې دي چې هدف یې د هېواد د استقلال له منځه وړل او تخریب دی. د دغه مخالفینو تمویل له راولپنډۍ ورکول کېږي، نو د «آزادۍ» او «ژغورنې» نعرې یوازې د عامه ذهنیت د منحرف کولو لپاره یو دروغجن پوښ دی.

هر هغه څوک چې د بهرنیو استخباراتو په لومه کې راګېر وي او د خپل ملت د قاتلانو په وړاندې غوڅ دریځ نه لري، هغه هیڅکله د دې خاورې ژغورونکی نشي کېدای. د مسعود او کوفي دا استخباراتي اتحاد باید زموږ لپاره وروستی خبرداری وي؛ دا مشران نه د ولس په درد دردمن دي او نه هم کومه اسلامي او ملي تګلاره لري، بلکې دوی یوازې د هغو شومو پلانونو تطبیق کوونکي دي چې د افغانستان د نوي بحران لپاره په بهر کې طرحه شوي دي. تاریخ به دا معامله‌ګر هیڅکله ونه بښي، ځکه چې دوی د قدرت د څو ورځو لپاره د خپل ولس عزت او برخلیک لیلام کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version