Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا
    لیکني

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    صابر افغانصابر افغان16 جولای 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېرو دوه لسیزو کې افغانستان د خپل معاصر تاریخ یوه تر ټولو توره دوره تېره کړه؛ داسې دوره چې د امریکا او د هغې د غربي اشرباړو له نظامي یرغل او د فاسد جمهوریت له واکمنۍ سره تړل شوې وه.

    په دې موده کې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او آزادۍ تر شعارونو لاندې، د دې کړېدلي ولس پر وړاندې داسې ستر او نه بښل کېدونکي جنایتونه ترسره شول، چې تر اوسه يې هم د افغان ولس پر وجود ژور ټپونه پاتې دي.

    له دې سره، سره هغو بنسټونو چې د عدالت او بشري حقونو دعوه لري، د دې ټولو جنایتونو پر وړاندې یې یا چوپتیا غوره کړه او یا یې په پټولو سره عاملین له ځواب ویلو وژغورل.

    بې‌ هدفه بمبارۍ، شپني عملیات، ډله‌ يیزې وژنې، په پراخه کچه د کلیو ویجاړول او په جبري کوچ د زرګونو کورنیو اړ کول، د هغو پېښو یوازې یوه برخه ده چې د رسنیو او نړۍوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د جزا د محکمې تر چوپتيا لاندې، د افغان ملت په حافظه کې ثبت دي.

    د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما)، د کډوالو عالي کمیشنرۍUNHCR) ) او ځینو ازادو رسنیو ګڼ شمېر راپورونه هم دا تائیدوي چې په تېرو شلو کلونو کې لږ تر لږه له ۴۶ زره څخه تر ۵۰ زره پورې ملکي افغانان د دولتي ځواکونو او اشغالګرو له لوري وژل شوي دي.

    پر دې سربېره له ۷۵ زرو ډېر ملکي وګړي ټپیان شوي او له څلور څخه تر شپږ میلیونو پورې خلک بې‌ کوره شوي دي. له دې ویروونکو شمېرو او نه‌ ردېدونکو شواهدو سره، سره نړۍوالې جزايي محکمې د جمهوریت د چارواکو او د هغوی د غربي ملاتړو پر ضد هېڅ جدي او خپلواکه دوسیه نه ده پرانیستې او د دې فجایعو د اصلي عاملینو نومونه د تورنو کسانو په لېست کې نه لیدل کېږي.

    د داسې جنایتکارانو په وړاندې چوپتيا لکه اشرف غني، امرالله صالح، دوستم، عطامحمد نور او لسګونه نوري توري څهرې چې د جمهوریت په دوره کې یا له هغې وړاندې یې له بهرنیو ملاتړو سره یو ځای، لاسونه د ګڼ‌ شمېر بې‌ګناه انسانانو په وینو سره دي؛ په داسې حال کې چې د اوسني حکومت د مشرانو د نیولو بې‌ پروا حکمونه صادریږي، د جزا محکمې د ادعايي عدالت په اړه لویه پوښتنه راولاړوي.

    که عدالت پلی کېږي باید یو واحد مخ ولري؛ انتخابي او فرمایشي عدالت ته عدالت نه شي ویل کېدای، بلکې دا یوازې د لویو قدرتونو د ګټو په چوپړ کې یوه وسیله ده.

    د افغان ملت ترخې تجربې هم دا ثابته کړې چې دا ډول بنسټونه د عدالت له شعار څخه د مظلوم د حق اخیستو لپاره کار نه اخلي، بلکې د خپلواکو دولتونو د سیاسي فشار لپاره استفاده ترې کېږي.

    له دې هر څه سره، سره تجربو ښودلې چې دا ډول حکمونه ډېر کله اجرایي بڼه نه لري او نه هم د رښتیني عدالت لار هواروي، بلکې ډیری یې تبلیغاتي او سیاسي اړخ لري.

    په حقیقت کې دا ډول پرېکړې د غرب د سیاستوالانو له میزونو راوتلې او نشي کولای د افغانستان د حکومت ملي مشروعیت او ولسي ملاتړ ته زیان ورسوي.

    په پای کې ویلای شو، که د جزا نړۍواله محکمه او نور د عدالت نعرې وهونکي بنسټونه غواړي د ملتونو باور ترلاسه کړي، باید دا ثابته کړي چې د دوی معیارونه د هر چا لپاره یو ډول دي او د مظلوم او ظالم تر منځ د سیاسي تړاو پر بنسټ توپیریز چلند نه کوي.

    د یادونې وړ ده چې د افغانستان ولس به د جمهوریت او بهرنیو اشغالګرو جنایتونه هېڅکله هېر نه کړي، د نړۍوالې جنایي محکمې دا چوپتيا او دوه‌ مخی چلند، د دې ولس په تاریخي حافظه کې د بې‌ عدالتیو او سیاسي چلند د تل پاتې نښې په توګه ثبتېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسرائیلي رژیم او حماس ترمنځ د اوربند په خبرو اترو کې پرمختګ شوی
    راتلونکي مقاله د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شوری دوه لوړ پوړو چارواکو خپلې دندې پرې ایښي

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    پخواني مفسد چارواکي په افغانستان کې د سرپرست حکومت بدیل کېدای شي؟

    15 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 20 جولای 2025

    جنوبي کوریا کې ځمک‌ښویېدنه؛ یو تن مړ او څلور لا درکه دي

    نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د جنوبي کوریا سانچئونګ ښار کې له درنو ورښتونو وروسته…

    د سوریې کورنیو چارو وزارت: السویداء ښار له ټولو قبایلي جنګیالیو پاک او نښتې درېدلې دي

    20 جولای 2025

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جنوبي کوریا کې ځمک‌ښویېدنه؛ یو تن مړ او څلور لا درکه دي

    20 جولای 2025

    د سوریې کورنیو چارو وزارت: السویداء ښار له ټولو قبایلي جنګیالیو پاک او نښتې درېدلې دي

    20 جولای 2025

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.