د پاکستاني طالبانو له څو جهتونو جوړ اتحاد المجاهدین پاکستان ویلي، چې وسله‌والو یې د خیبر پښتونخوا ایالت اورکزو ولسوالۍ کې د «کاکو‌ زیارت» په نوم د پاکستاني پوځ یوه پوسته نیولې ده.

دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې پر یادې پوستې برید کې نهه پاکستاني پوځیان هلاک شوي او دغه راز یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله‌والو یې له یادې پوستې څخه یو میل د
دهشکه، یو میل اېم‌جي‌آی، یو هاوان، څلور میله کلاشینکوفونه او یوه ډرون الوتکه له ګڼو نورو پوځي تجهیزاتو سره ترلاسه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version