د یمن وسله‌والو ځواکونو ویاند یحيی سريع ویلي، چې د څلور چاودېدونکو بې‌ پیلوټه الوتکو په وسیله یې اشغال شوي فلسطین کې بریالي عملیات ترسره کړي او د اسرائيلو «رامون» هوایي ډګر او «نقب» سیمه په نښه کړې ده.

سريع ويلي، چاودېدونکې بې پيلوټه الوتکې پر خپلو اهدافو لګېدلي او اسرائيلي رژيم ته یې مالي او ځاني زيان اړولی دی.

هغه زیاته کړې، چې پر یمني ملت روان ظلم د دوی عزم نه شي کمزوری کولی او په خبره یې د فلسطین له مقاومت سره به د یمن ملاتړ همداسې دوام ولري.

پر غزې د اسرائيلي رژيم د روانو وحشتونو پر ضد د يمن وسله والو ځواکونو تل په اسرائیلو بريدونه کړي او وخت ناوخت یې درنه مرګ‌ژوبله‌ وراړولې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version