رویټرز خبري اژانس د اوکرایني پوځ د استخباراتو له قوله راپور ورکړی، چې اوکراین د لومړي ځل لپاره د سمندري ډرون په وسیله د روسي سوخو‌-۳۰ جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې ده.

د اوکراین د پوځ استخباراتو ادارې يا GUR دا پېښه په نړۍ کې لومړنۍ پېښه بللې، چې یوه جنګي الوتکه د سمندري ډرون له‌خوا ویشتل شوې ده.

د راپور له مخې، د روسیې یاده جنګي الوتکه تېره ورځ د اوکراین د استخباراتو یوې ډلې له‌خوا د تور سمندرګي د نوروسیسک بندر ته نږدې په اوبو کې ویشتل شوې ده.

که څه هم د روسیې دفاع وزارت تر دې دمه د اوکراین د دې ادعا په اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو یاد وزارت ته نږدې سرچینو پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې تېره شپه یوه جنګي جېټ الوتکه د نوروسیسک لوېدیځ ته ۵۰ کیلومترۍ کې د اوکراین له‌خوا ویشتل شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version