اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د احصایې ادارې په حواله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی او دا کسر یوازې د روان کال د اپرېل په میاشت کې ۳.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې د مارچ میاشتې په پرتله، د اپرېل په میاشت کې د پاکستان بهرنۍ سوداګري ۳.۳۹ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې، چې د سوداګرۍ په دې کمښت کې د مارچ میاشتې په پرتله ۵۵.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په تېر اپرېل میاشت کې د پاکستان اقتصادي کسر د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې وروسته د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ تر ټولو لوړ کسر ګڼل کېږي.

په پاکستان کې یو شمېر د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د بهرنۍ سوداګرۍ خرابوالی د صادراتو د کمېدو او وارداتو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version