د اوکراین دفاع وزارت د جنګي اېف ۱۶ الوتکو د ترلاسه کولو خبر ورکړی. د دغه هېواد دفاع وزیر رستم عمروف، د دغه الوتکو ترلاسه کېدل تائید کړي او ویلي یې دي چې په دې سره به یې د هېواد هوایي حریم دفاع لا پیاوړې شي.
بلخوا د فرانسې دفاع وزیر سباسټین لکورنو ویلي چې دې هېواد لومړنۍ «میراج ۲۰۰۰-۵» جنګي الوتکې اوکراین ته سپارلي دي ترڅو د روسیې پر وړاندې د خپل هوايي حریم په دفاع کې له اوکراین سره مرسته وکړي.