ملتونه تل د آرامۍ او هوساینې په فکر کې وي، د دوی اساسي اندېښنه دا وي چې له امنیتي ستونزو او ملي ننګونو څخه خوندي پاتې شي، ځکه د دغه ستونزو لومړنی ګوزار د ملت پر وجود لګېږي او د هغوی ژوند له کړاوونو سره مخ کوي.

له همدې امله، تل هڅه کوي چې تر خپلې وسې د ملي او هېوادني امنیت ساتنه وکړي، ترڅو په هېواد کې امنیت او ثبات پایدار پاتې شي.

په همدې توګه، په هر انقلاب او بدلون کې اصلي بریالي کسان هغه دي چې د همدې خاورې زېږېدلي وي، د همدې ملت له منځه راوتلي وي، هغوی چې په هر قیمت ثابت‌قدم پاتې کېږي، تر وروستۍ ساه پورې مبارزه کوي خو دښمن ته سنګر نه پرېږدي.

شک نشته چې د هېواد پالنې احساس او د ملي حاکمیت ساتنې مسؤلیت د هر ملت له وجدان سره یو ځای شوی او هېڅکله د هغوی له ذهن او فکر څخه نه محوه کېږي.

کله چې د افغانستان پر وضعیت غور وکړو او د نن حالت د پخواني نظام (مخالفانو له واکمنۍ) سره پرتله کړو او مثبت او منفي ټکي وڅېړو، نو ښکاره پایله ترلاسه کوو چې وضعیت د ځمکې او اسمان په کچه بدل شوی او مثبتې او هیله‌بښونکې لاسته راوړنې تر سترګو کېږي.

دا بدلونونه او پرمختګونه نه‌ تنها په یوه ځانګړې برخه کې، بلکې په ګڼو برخو کې عملي شوي او څرګند شوي دي.

په ځانګړي ډول د امنیت د تأمین په برخه کې سترې بریاوې ترلاسه شوي، د ټولو مخالفینو لاسونه له مستقیمو یا غیر مستقیمو لاس وهنو څخه لنډ شوي دي. سرپرست حکومت توانېدلی چې د مخالفینو د تېر شوي حکومت په پرتله ډېر پراخ، هر اړخیز او قوي امنیت تأمین کړي او د هېواد په کچه یې ساتنه وکړي.

د دې بریا بل لامل د اشغالګرو ایستل، د هغوی د سل‌سلنه نفوذ او شتون له منځه وړل او د هغوی د غلامانو او مزدورانو تېښته او ورکېدل هم دی.

په ځانګړي ډول د اوسني حکومتي چارواکي تل هڅه کوي چې یوه امن، ارامه، پرمختللي چاپیریال او د هر ډول فعالیت، خدمت او پرمختګ لپاره مساعده سیمه رامنځ ته کړي، د دوی نیت دا دی چې د پخوانیو شاتګونو بدله ورکړي او د افغانستان نوم تر نړۍوالو لوړو څنډو پورې ورسوي.

د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، لومړنی اساسي شرط د امنیت او ملي ثبات تأمین دی چې د هېواد د سرحدونو ساتنه او د داخلي امنیت ټینګښت ورسره تړلي دي.

دا موضوع د ملي برنامو په سر کې ځای لري او تر ټولو زیاته پاملرنه ورته شوې، ځکه چې د نورو ټولو ملي پروګرامونو د کامیابۍ کیلي د امنیت په تأمین کې ده.

له همدې امله، په نږدې تېرو څلورو کلونو کې، د جرمونو، جنایتونو، د مخالفو ډلو تخریبي فعالیتونو او نورو نا امنیو کچه خورا ټیټه شوې او په ستره کچه کمښت پکې راغلی دی. سرپرست حکومت توانېدلی چې ملت ته دا باور ورکړي، چې د دوی له ناموس، عزت او هېواد څخه د هر ډول شر او ناورین پر وړاندې دفاع کولای شي او د هغوی د نن او سبا امنیت به تضمینوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version