تسنیم اژانس د يوې باخبرې سرچينې له قوله ويلي، چې د ځینو رسنیو هغه راپورونه چې ګواکې د ايران مذاکره کوونکی ټیم له امریکایانو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی، کاملاً ناسم دي.
سرچینې ویلي، تر څو چې متحده ایالات په لبنان کې اوربند ته متعهد پاتې نه شي او صهیونیستي رژیم خپلو بریدونه و نه دروي، مذاکرات به ځنډیدلي پاتې وي.
وړاندې تر دې راپورونه ورکړل شوي و، چې د ايران مذاکراتي ټیم امريکا سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی.
