د ایران فارس دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه هېواد د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه ملیارده ډالر پانګونه کوي.
په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي هم ویلي، چې د افغانستان بډایه معدني سرچینې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی.
د راپور له مخې دا پانګونه به د نړۍ د فولادو په تولید کې د ایران مقام څو درجې لوړ کړي او د دې ترڅنګ به د افغانستان په اقتصادي وده او بېکارۍ په له منځه وړلو کې هم ګټوره تمامه شي.
راپور وایي، ایران افغانستان ته د اوسپنې د هر ټن په قیمت ۱۰۰ ډالر ورکوي او په فولادو بدلولو وروسته یې د ۶۰۰ ډالرو په وروستي قیمت صادروي.