د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، صهیونیستي رژیم غزه کې د روانې نسل‌وژنې پر دوام، یوازې له نن (چهارشنبه، د غویي ۲۵) سهار راهیسې څه باندې ۵۱ تنه عام فلسطینیان په شهادت رسولي دي.

د راپور له‌مخې، د یاد رژیم په سهارنیو بریدونو کې د ګڼو ښځو او ماشومانو په ګډون دغه راز څه باندې ۱۰۰ تنه نور فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.

د یادونې وړ ده، چې غزه کې د صهیونیستي رژیم د روانې نسل وژنې له پیله د رسمي شمېرو له‌مخې، شاوخوا ۵۳ زره تنه فلسطینیان شهیدان شوي او څه باندې ۱۱۹زره نور بیا ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، لا هم لسګونه زره نور کسان تر ویجاړیو او خاورو لاندې بند پاتې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version