په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي په تازه مرکه کې ویلي، چې تهران هڅه کوي ځینې هغه توکي چې پخوا به یې له نورو هېوادونو واردول، اوس له افغانستانه وارد کړي.

د نوموړي په خبره ایران غواړي د پیل لپاره له افغانستان څخه غوښه، پنبه او ځینې کرنیز محصولات وارد کړي.

علي‌رضا بېکدلي پرون له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر د ترسره شوي سفر د پایلو په تړاو ویلي، له افغان لوري سره هوکړه شوې چې ځينې هغه سوداګریز توکي چې پخوا به مو له نورو سیمو راواردول، د افغانستان د چمتووالي په صورت کې به یې له دغه هېواده راوارد کړو.

په وروستيو کې، چې پاکستان په لوی لاس افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د خرابولو په لټه کې دی ايران او له دې لارې له نورې نړۍ سره د افغانستان سوداګري د پراخېدو په حال کې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version