د یمن انصار الله غورځنګ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حسین العزي خبرداری ورکړی، چې که دوی د باب المندب تنګي تړلو هوډ وکړي، نو د نړۍ هېڅ ځواک (انسانان او پیریان) به یې د بېرته خلاصولو توان ونه لري.

نوموړي همدا راز پر ټرمپ او نورې نړۍ غږ کړی، چې سمدستي دې هغه ټولې کړنې او تګلارې پای ته ورسوي چې د سولې مخه نیسي.

هغه ويلي، اسرائیل او امریکا دې د يمن د خلکو او اسلامي امت د حقونو درناوی وکړي.

تر دې وړاندې هم حوثيانو پر يمن، ايران او نورو اسلامي هېوادونو د امريکا او اسرائيل د بريدونو په غبرګون د باب المندب تنګي د تړلو ګواښ کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version