ايراني رسنۍ وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې هېواد یې له درېیو اروپایي هېوادونو فرانسې، بریټانیا او المان سره د اټومي موضوع په اړه د نویو خبرو اترو لپاره چمتووالی نیولی دی.

عراقچي ټینګار کړی، چې یاد هېوادونه باید د هغو پرېکړه‌لیکونو درناوی وکړي چې مخکې یې ملاتړ کړی و.

هغه همداراز خبرداری ورکړی، چې ایران د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بشپړ دفاعي توان لري او په وينا یې تهران به دا ځل خپلې حقوقي غوښتنې په جدي او پیاوړي ډول تعقیب کړي.

په ورته وخت بيا د ترکیې ډپلوماټيکو سرچینو ويلي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به استانبول کې د ایران، بریټانیا، فرانسې او المان ترمنځ د اټومي پروګرام په تړاو خبرې اترې پيل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version