راپورونه وایي، اوکراین د روسیې پر پلازمېنې مسکو او یو شمېر نورو ښارونو د ۵۵۰ ډرون الوتکو پر مټ پراخ بریدونه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

ویل شوي، چې د دغو بریدونو له امله د روسیې د تېلو په یوه چاڼځای کې اور لګېدنه هم رامنځته شوې ده.

بلخوا، روسیې د اوکراین ډرون بریدونو ته په ځواب کې د دغه هېواد پر بېلابېلو ښارونو ۲۸۷ ډرون الوتکې توغولې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version