د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ګیلان ولایت په مرکز رشت ښار کې د چاودنې له امله ۱۷ کسان ټپیان شوي.

ایرنا د اور وژنې ادارې د چارواکو له‌قوله لیکلي، چې چاودنه په یوه طلا‌ فروشۍ کې د ګازو د خپرېدو له امله رامنځته شوې.

ورته مهال اینډېپنډنټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له دې چاودنې وروسته د ګیلان په رضوان‌شهر سیمه کې هم چاودنه شوې، چې له امله یې یوه ودانۍ زیانمنه شوې.

ویل شوي دغې چاودنې ځاني زیان نه‌دی اړولی؛ خو د لامل په اړه یې څه نه‌دي ویل شوي.

د یادونې ده، چې د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ له جګړې وروسته د ایران په اکثرو لویو ښارونو کې وخت نا وخت چاودنې کېږي، چې ډېری خلک یې د اسرائیلي جاسوسانو کار بولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version