تسنیم آژانس راپور ورکړی، چې د ایراني استخباراتو له لوري د اسرائیلو موساد ادارې ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي د محمد معصوم شاهي او حامد ولید په نومونو دوه کسان اعدام کړل.
سرچینې ويلي، دغو کسانو د انټرنیټ او د عراق کردستان اقلیم ته د سفر له لارې د موساد له افسرانو سره اړیکې ټینګې کړې وې.
د معلوماتو له مخې ياد کسان عراق کې د جنګي تمرینونو او تخریبي اقداماتو د زده کړې له بشپړولو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي وو.
