د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد ټامېل ناډو ایالت کې د اورلوبو توکو په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله ۲۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د چاودنې پر مهال شاوخوا ۳۰ کارکوونکي په فابریکه کې موجود وو.
ویل شوي، د چاودنې له امله د فابریکې ډېره برخه ویجاړه شوې او نږدې ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.
هندي چارواکو د چاودنې د لامل په اړه څه نهدي ویلي.
