تسنيم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه له قوله ادعا کړې چې په تېرو ۱۲ ساعتونو کې یې د ایران په فضایي حریم کې د امريکا دوه پرمختللې اېف-۳۵ جنګي الوتکې په نښه او راغورځولې دي.
سرچينو ويلي، چې دغه الوتکې د سپاه پاسداران د «نوي هوايي دفاعي سیستم» له لوري ویشتل شوي، چې د الوتکو د لګېدو پر مهال زورورې چاودنې شوي او له امله یې د پیلوټانو د ژوندي پاتې کېدو احتمال ډېر کم دی.
ياده دې وي، چې تسنيم خبري اژانس ویشتل شویو الوتکو د ځينو ټوټو انځورونه هم خپاره کړي دي.
تر دې مهاله امریکا او اسرائیل د ایران د دې ادعا په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې وړ ده، چې ایران څه موده وړاندې هم د ورته الوتکې د ویشتلو ادعا کړې وه، خو هغه مهال سېنټکام ویلي وو، چې یوه امریکايي الوتکه یوازې د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې وه.
