د صهیونیستي پوځیانو کورنیو د دغه رژیم پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې لبنان کې پلي ځواکونو ته هوايي ملاتړ نه رسيږي، چې له امله یې د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
دغو کورنیو پر صهیونیستي رژیم غږ کړی، چې پوځیان دې د حزب الله لپاره د نښو په توګه نه کاروي، بلکې د هغوی د ژوند ژغورلو لپاره دې پر بدیلو لارو غور وکړي.
د ویلو ده، چې د لبنان حزب الله ډله په دې وروستیو کې نږدې هره ورځ پر صهیونیستي عسکرو او د هغوی پر زغرهوالو وسایطو د دقیقو توغندیزو بریدونو خبر ورکوي.
