ځایي سرچینې وایي، بلوچستان کې د ډېټ سکواډ په نوم د پاکستاني رژیم د ملاتړې ډلې مهم غړی، رحیم ساسولي له خپل ساتونکي سره یوځای په یوه هدفي برید کې هلاک شو.

سرچینې زیاتوي، چې پر نوموړي او ساتونکي یې د بلوچستان کلات ولسوالۍ په نيمرغ سيمه کې د نامعلومه موټرسایکل سپرو وسله‌والو له لوری برید شوی.

تر اوسه د برید مسئوليت کومې ډلې نه‌دی منلی، خو په یاده سیمه کې بلوڅ ازادي غوښتونکي پیاوړی حضور لري.

ځایي سرچینې وایي، د پاکستان پوځي رژیم د ډېټ سکواډ تر چتر لاندې د راټول شويو وسله‌والو ملاتړ کوي او د بلوڅ ازادي‌غوښتونکو پر ضد بریدونو کې یې کاروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version