ایران کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ افغان وګړو ژوند بایللی او ۱۶ تنه نور یې ټپيان شوي دي،د يادو ۹ تنو جسدونه، چې د فاریاب ولایت د شیرین‌تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي وو، هېواد ته رالېږدولي او په خپله سیمه کې خاورې ته سپارل شوي دي.

ویل کېږي دغه کسان چې، شمېر ۲۵ تنو ته رسېده په یوه بار وړونکي موټر کې ایران ته تلل چې، د شپې مهال یې موټر په سیستان بلوچستان کې ټکر کړی او له امله یې ۹ تنه مړه شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې، د دې پېښې ټپیان د ایران روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version