اکسیوس رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې ایران د منځګړي پاکستان له لارې امریکا ته یو نوی وړاندیز کړی، چې لومړی باید د هرمز تنګي ستونزه حل، جګړه ودرول شي او له هغې وروسته دې بیا د اټومي خبرو اترو لپاره بل پړاو مذاکرات وشي.
سرچينې ويلي، دا طرحه د منځګړي پاکستان له لارې سپینې ماڼۍ ته رسول شوې، خو لا معلومه نه ده چې امریکا به یې ومني که نه.
د معلوماتو له مخې د دې وړاندیز هدف د خبرو اترو اوسنی بنبست ماتول او د ایران په مشرتابه کې د اټومي امتیازاتو پر سر د داخلي اختلافاتو مخنیوی دی.
ټاکل شوې نن دوشنبه د امریکا ولسمشر ټرمپ خپل لوړپوړي د امنیتي او بهرني سیاست ټیم سره د ایران په اړه غونډه وکړي.
د امريکايي چارواکو په وينا، په دې ناسته کې به د خبرو بن بست او د جګړې لپاره راتلونکې ممکنه لارې چارې وڅېړل شي.
