امريکايي رسنيو راپور ورکړی، چې ايلان ماسک د ټرمپ د حکومت د ځانګړي کارمند په توګه له ۱۳۰ ورځو تېرولو وروسته خپله دنده پريښې ده.
د سي اېن اېن د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي بیا رسنیو ته ویلي، چې له حکومت څخه د اېلان ماسک د وتلو خبر “سم” دی.
د اېکس ټولنیزې شبکې مالک اېلان ماسک ویلي «د دولت د ځانګړي کارکوونکي په توګه زما د ټاکل شوې دورې له پای ته رسېدو سره غواړم له ولسمشر ټرمپ څخه د دې فرصت له امله مننه وکړم».
ماسک د ټرمپ په دوهم ځل واک ته رسېدو سره د امريکا سياسي ميدان ته راغی او يو له جنجالي څهرو څخه وګڼل شوه.