ملي دفاع وزارت وایي، د ځانګړو ځواکونو فرقې ۱۰۰۰ تنه منسوبین د عالي زده کړو ښوونځي د تخصصي څانګې له یوې میاشتنۍ پرمختللو نظامي زده کړو څخه تېره ورځ (د غبرګولي، ۸مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.

په یادو مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو د فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد حقاني او مسؤلینو په خپلو خبرو کې فارغ شویو منسوبینو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي: «کومې زده کړې چې د مسلکي استادانو له لوري شپه او ورځ تاسو ته درکړل شوي، موخه یې د اسلامي نظام بقا او د ګران هېواد ساتنه ده».

له بل لوري فارغ شویو منسوبینو ډاډ ورکړی، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به د اسلامي نظام، خپل هېواد او خلکو له سر او مال څخه به دفاع او ساتنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version