د افغان ولس د مهاجرت او بې کوره کېدو کیسه نننۍ یا پرونۍ نه ده، بلکې په حقیقت کې کلونه وړاندې هغه مهال پیل شوې، کله چې افغانستان د شوروي له خوا اشغال شو، بیا د ویجاړوونکو کورنیو جګړو پر مهال او وروسته د شل کلن جمهوریت په وخت کې؛ هغه مهال چې خلک د خپل ځان او مال د ساتلو لپاره اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي او په پردیو هېوادونو کې استوګنه وکړي.
په دې ترڅ کې، یو شمېر نورو بیا د جمهوري رژیم له ړنګېدو وروسته، د خپلو بدو کړنو له امله، تېښته تر پاتې کېدو غوره وګڼله او نورو هېوادونو ته وتښتېدل؛ ترڅو شاید په دې توګه له عدالت څخه لرې، څو ورځې خپل ذلت بار ژوند ته دوام ورکړي.
په تېرو څو ورځو کې، د همدې کسانو له جملې څخه څو تنو، لکه حلیم فدایي، چې په خپلو څرګندونو کې ویلي چې افغانان په خپله خوښه کډوال شوي نه دي، بلکې دلایلو او مجبوریتونو دوی دې کار ته اړ کړي دي. له دې امله باید د بهر مېشتو افغانانو لپاره یو خپلواک وزارت رامنځته شي ترڅو دوی پانګونې، زده کړو او پرمختګ ته وهڅوي.
مخکې له دې چې د دغو کسانو غوښتنو او د دوی په ظاهره د خواخوږۍ څرګندونو ته پام وکړو، باید وویل شي چې اوس مهال هغه افغانان چې له افغانستان څخه بهر دي، په عمومي توګه په دوو کټګوریو ویشل کېږي: یوه ډله د بېوزلۍ او نشتوالي، د ډېر عاید ترلاسه کولو، یا د جمهوریت پر مهال د ناامنیو تر اغېز لاندې نورو هېوادونو ته تللي؛ او بلې ډلې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته، افغانستان پرې ایښی او خپلو بادارانو ته تښتېدلي دي.
بې له شکه، د افغانستان حکومت هر هغه څه چې په توان کې یې وو، د پورته یادې شوې لومړۍ ډلې لپاره یې کړي دي او هره ورځ یې د کډوالو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو په برخه کې فعالیتونه وینو؛ برعکس د بدنامو شخصیتونو، چې په پخواني حکومتي سیسټم کې یې کلیدي رول درلود او له سقوط وروسته وتښتېدل، اوس نه یوازې د خلکو او هېواد په ګټه ګام نه اخلي، بلکې لکه د هغه وخت په څېر چې په واک کې وو، د خپلو شخصي ګټو د تأمین لپاره هیڅ سره کرښه نه پېژني او هر څه قرباني کوي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا دا کسان د داسې شعارونو په ورکولو سره، د افغان ولس د دردونو د درملنې په لټه کې دي، که نه؛ د دغو په ظاهره ښایسته خبرو تر شا یو تریخ حقیقت پټ دی؟ یوه داسې پوښتنه چې د دغو کسانو د هر یوه ماضي ته په پام سره، په اسانۍ سره د دوی د ادعا او عمل ترمنځ پرتله کولای شو.
په رښتیا، هغه څېرې چې هر یو یې د واکمنۍ پر مهال، نه یوازې د ملت د دردونو په درملنه کې نه وو، بلکې پخپله د هغه وخت د ناورینونو اصلي لامل وو، څنګه نن ځانونه د ملت غمخواران بولي؟
ایا د همدې کسانو د واکمنۍ پر مهال، میلیونونه خلک کډوالۍ ته اړ نشول او هېواد یې پرېنښود؟ په داسې یوه وخت کې چې یو ځوان د لږې خبرې له امله د مرګ سره مخ کېده، ایا کم وو داسې سوداګر چې د خپل ځان او مال له وېرې نورو هېوادونو ته لاړل او له افغانستان څخه د خپلو پانګو په ایستلو سره، نه یوازې پخپله زیانمن شول، بلکې سلګونو نورو ځوانانو هم خپل کار او فعالیت له لاسه ورکړ؟
اوس څنګه دا کسان ځانونه د کډوالو غمخواران بولي او د خیر غوښتنې ټالۍ وهي؟ هغه هم په داسې حال کې چې پخپله د دې وضعیت لامل وو او تر وروستیو شېبو پورې یې په افغانستان کې د خپلو شخصي ګټو له تأمین پرته بله هیڅ اندېښنه نه درلوده.
په پای کې، باید وویل شي چې د افغانستان څخه بهر د کډوالو لپاره د یو خپلواک وزارت د رامنځته کولو ادعا، که څه هم ښایي په ظاهره د خواخوږۍ وړ ښکاره شي، خو کله چې د هغو کسانو له خولې څخه مطرح کېږي چې پخپله د داسې یو سیسټم برخه وو چې د میلیونونو خلکو د تېښتې لامل شول، ډېر د مخ سپیناوي او په بهر کې د شتون د توجیه کولو هڅې ته ورته ده، نه د عامه ګټو لپاره یو رښتینی وړاندیز.
بې له شکه، هغه کسان چې یو وخت په واک کې وو او نه یې غوښتل چې د خلکو د ناورین مخه ونیسي، نن هم نشي کولای په ښکلو خبرو سره د ژغورونکي رول ولوبوي؛ بلکې رښتینې هیله د هغو خلکو په لاسونو کې ده چې له ټولو ستونزو سره سره، په هېواد کې دننه او بهر، د هېواد د سرلوړۍ لپاره هڅې کوي، نه د هغو کسانو په غیږ کې چې مخینه یې د بې باورۍ شاهده ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


