جمهوریت یو نامشروع و؛ دغه له اصلي مشروعیت څخه بېبرخې نظام و، ځکه چې د پردیو د ګټو لپاره جوړ او پر مخ وړل کېده. مشروعیت هغه وخت معنی لري چې یو نظام له اسلامي اصولو او د ملت له رښتینې ارادې څخه سرچینه واخلي، نه له غربي او هېواد ضد افکارو څخه.
پرځېدلی جمهوریت نه د ملت په اراده جوړ نظام و، نه یې هم له ملت سره مشوره لرل او نه یې هم د اسلام پر اساس د چارو پر مخ وړلو ته ژمنتیا لرله، ځکه چې انتخابات یې تقلبي او د سفارتونو تر امر لاندې ترسره کېدل. اصلاً د جمهوریت اساس د امریکا په بمونو، د ناټو په ټانکونو او د استخباراتي اجنډاوو پر بنسټ کېښودل شو، نه د ملت په اراده او خوښه او نه هم د اسلامي مشورتي نظام پر بنسټ.
د پرځېدلي جمهوریت مشران د ولسونو د رايو پر اساس نه ټاکل کېدل، بلکې هغوی د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو له لوري تعینېدل، ځکه چې هغوی به تر ټاکنو وړاندې ټاکل شوي وو، د ولس ونډه یوازې تر رای پاڼې محدوده وه.
د پرځېدلي جمهوریت اساسي قانون خلکو ته د مشروعیت یوه نښه ښکارېده، خو زورواکي، سیاستپالان او چارواکي له همدې قانون څخه معاف وو، حتی هغه وزیران چې د میلیاردونو غلاوو دوسیې به یې ثبت وې، یا به یې دوسیې ورکې شوې یا به یې سفارتي مصؤنیتونه تر لاسه کړل.
جمهوریت تل د اسلامي ارزښتونو پر ضد و، د ښځو د آزادۍ په نوم یې فحاشي ته زمینه برابره کړه، د مدني ټولنو تر نوم لاندې یې له غرب سره همغږې فکري ډلې وروزلې او هېڅ وخت یې له ملت سره تړاو نه درلوده. دا نظام د امریکايي سفارت له خوا مدیریت کېده او د سفارتخانې د اجازې لهمخې به پرې حکمونه صادریدل.
امرالله صالح او د هغه زرغون بهیر جمهوریت ته د «پرمختګ»، «آزادۍ» او «ولسواکۍ» نومونه ورکوي، حال دا چې دا نظام د ملت له ذلت، وژنو، بمبارونو او تش په نامه ټاکنو څخه جوړ و او له واقعیت سره یې هېڅ ډول اړخ نه لګاوه. زرغون بهیر صرف هغه دروغ تبلیغوي، چې له لارې یې غواړي د دغه ناکام سیاستوال او پرځېدلي جمهوریت حیثیت خوندي کړي.
اساسي قانون، چې جمهوریت پرې فخر کاوه، د غرب له خوا جوړ شوی و او د ملت باور په کې نه و، ځکه چې اساسي قانون په واقعیت کې یوازې یو تشریفاتي سند و، کوم چې یوازې پر بېوسه خلکو تطبیق کېده.
د پرځېدلي جمهوریت اساسي قانون له لومړۍ ورځې د غرب له خوا د فشار په پایله کې، د هغوی له ارزښتونو سره برابر جوړ شو. د شریعت، اسلامي ارزښتونو او ملي ارادو پر ځای یې پر سیکولرو مفکورو تکیه درلوده.
جمهوریت یو نا مشروع، بېبنسټه او له ملت څخه پردی نظام و. دا نظام د پردیو پر غوښتنه، د څو مزدورو څهرو له خوا پر ملت تپل شوی و. د اساسي قانون نوم به یې اخیست، خو نه قانون و، نه عدالت، نه هم مشروعیت وجود درلوده. ملت د دې نظام د «سقوط» کلمه له خوښۍ سره واورېده او تاریخ به دا پاڼه د یوې پردۍ پروژې په نوم ثبت کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.