د ایران استخباراتو وزارت ویلي، چې له امریکا، اسرائیل او بریټانیا سره تړلې د جاسوسۍ یوه مهمه شبکه یې نیولې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه عملیات د یاد هېواد کرمان ښار کې ترسره شوي چې پکې د شبکې ۵۱ تنه غړي نیول شوي دي.

پر نیول شویو کسانو تور دی چې ایران کې یې وسله‌والې ډلې تنظیمولې او د نظامي مرکزونو په اړه یې بهرنیو استخباراتو ته معلومات ورکول.

ایراني سرچینو همداراز ویلي چې د عملیاتو پر مهال د جاسوسۍ مرکزونه له منځه وړل شوي او له دې شبکې سره تړلې نورې ډلې هم پېژندل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version