ځایي سرچینې وایي، د خېبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ «برمي‌خېل» سیمه کې پر عمومي سړک د پاکستاني پوځیانو پر لېږدوونکي موټر چاودنه شوې.

د پاکستان پوځي رژیم ته نږدې سرچینو تائید کړې، چې دې چاودنه کې درې پاکستاني پوځیان هلاک شوي او دوه نور ټپیان دي.

سرچینو دا هم ویلي، چې تر چاودنې وروسته سیمه کې د وسله‌والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه هم شوې.

د برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په یاده سیمه کې پاکستاني طالبان حضور لري او تر دې وړاندې یې هم د ورته بریدونو مسئولیت منلی دی.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني پوځیانو په بمي او تهاجمي بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version