د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتو په شپږو ولایتونو کې د یوې بېلتون‌پالې ډلې د مشر په ګډون ۳۵ تنه د ترهګرۍ په تور نیولي.

د راپور له مخې، ایراني استخباراتو همداراز د وسلو د قاچاقچي ډلو غړي او له امریکا او صهیونیستي رژیم سره تړلې جاسوسان هم نیولي دي.

سرچینې ویلي له دغو نیونو سره، ایران کې پلان شوي بریدونه شنډ او له «دښمن» سره تړلې شبکې له منځه تللې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version