پاکستان تازه هڅه کړې چې د ایران له لارې ازبکستان ته د سوداګرۍ نوی مسیر فعال کړي، خو د دې اقدام له اعلان سره سم کارپوهانو او سوداګرو د دې لارې پر عملي کېدو او اقتصادي اغېزمنتیا جدي پوښتنې او شکونه څرګند کړي دي.
څېړونکي او حقوقي متخصص، نظيم سمون په دې اړه ويلي، چې دا مسیر د کراچۍ له بندره پیل او د ایران، ترکمنستان له لارې تر تاشکند پورې رسېږي چې ټولټال شاوخوا ۴۴۰۰ کیلومتره واټن لري او لږ تر لږه ۱۴ ورځې وخت نیسي.
د نوموړي په خبره سربېره پر دې، د رېل پټلۍ د ګېج توپیر له امله په څو پړاوونو کې د بار تخلیه او بیا بارول کېږي، چې هم وخت ضایع کوي او هم لګښتونه زیاتوي.
د هغه په باور دا اوږده او پېچلې لاره نه یوازې ګټوره نه ده، بلکې د سوداګرو لپاره به یو دروند مالي بار هم وي او زیاتوي، چې هېڅ هوښیار سوداګر به داسې مسیر انتخاب نه کړي چې هم اوږد وي، هم قیمته او هم له تخنیکي ستونزو ډک.
د ښاغلي سمون په خبره بل لور ته، د افغانستان له لارې د کراچۍ–پېښور–کابل–حیرتان–تاشکند مسیر شاوخوا ۲۰۰۰ کیلومتره واټن لري او یوازې په ۵ ورځو کې توکي منزل ته رسېږي، چې دا یې څو چنده ارزانه او چټکه لاره ګرځولې ده.
نوموړی ټینګار کوي چې د پاکستان دا اقدام تر ډېره سیاسي بڼه لري او هدف یې دا دی چې د افغانستان بدیلې لارې وښيي؛ خو په عمل کې دا هڅه نه شي کولی د افغانستان د جغرافیایي موقعیت او ارزښت بدیل وګرځي.
هغه زیاتوي، پاکستان چې له یوې خوا یې د افغانستان لارې محدودې کړي او له بلې خوا یې یو مهم بازار له لاسه ورکړی، اوس هڅه کوي د داسې غیر عملي پروژو له لارې خپل سوداګر قانع کړي؛ خو دا ډول اقدامات به د واقعیتونو بدلون رانه ولي.
نظيم سمون په پای کې ټينګار کړی، چې افغانستان لا هم د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ تر ټولو لنډه، ارزانه او اساسي ترانزیتي دروازه ده، او پاکستان به بالاخره اړ شي چې د سیاسي فشارونو پر ځای د ازادې سوداګرۍ اصولو ته غاړه کېږدي.
