چهار شنبه / د وري ۸ مه د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پنځمې سرحدي لواء د کشف او استخباراتو مسولینو ایران ته د څه باندې ۲۰۰ زرو امریکایي ډالرو د قاچاق مخ نیولې ده.

د پنځمې سرحدي لواء د کشف او استخباراتو امر عبدالعزیز عزام رسنیو ته ویلي، چې د دوی ځواکونو د چټک غبرګون قطعې سره په همغږۍ ایران ته د ” ۲ لک او ۱۰زرو” امریکایي ډالرو د قاچاق مخ نیولی ده.

ښاغلي عزام زیاته کړې، چې دوه تنه قاچاقبران هغه مهال د هرات ـ اسلام قلعه پر لویه لار ونیول شول، چې دوی غوښتل دوه لکه او لس زره امریکایي ډالره له افغانستان څخه ایران ته قاچاق کړي، یاد مبلغ له دوی سره نیول شوي او ضبط شویدې.

د نوموړي پر وینا نیول شوي اشخاص اوس مهال تر نظارت لاندې دي او د ډېر پلټنو لپاره به اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د پنځمې سرحدي لواء کشفي او استخباراتي ځواکونو ایران ته د نغدو پیسو، د تاریخي او لرغونو اثارو او یو شمېر نورو توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version