د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبير په کابل کې د یوناما د بشري چارو له مرستیال او د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې له مشر اندریکا راتوت او مل پلاوي سره لیدلي او په گڼو موضوعاتو یې سره خبرې کړې دي.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اندریکا راتوت له مرستندویه ادارو سره د اسلامي امارت همکاري، مېلیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو په برخه ارزښتناکه بللې او هم یې پرو سږکال د هرات له زلزلهځپلو او له پاکستان څخه د را ایستل شوو افغانانو سره د ملگرو ملتونو مرستې مهمې بللې دي.:« په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په موخه له مرستندویه هېوادونو څخه د ۳ مېلیارده ډالرو د غوښتنې تر څنگ پلان لري د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم ترې ۲ مېلیارده ډالر وغواړي.»
نوموړي له پاکستان څخه د افغان کډوالو دویمې لړۍ پیلېدو ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې چې په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته باید خپلو مېنو ته د تگ لپاره وخت ورکړل شي او په زور ایستلو ته اړن نهشي.
راتوت د کاسا زر سیمهییزې پروژې د پيل په برخه کې هم د اسلامي امارت هڅې وستایلې.:«په افغانستان کې له پانگونې ملاتړ کوي؛ دغه راز د اقتصادي ودې په موخه له افغان او نړیوالو اړخونو سره خبرې کوي، څو په افغانستان کې بانکي خنډونه لرې شي.»
په دغه ناسته کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، له افغانانو سره د ملگرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو د بشري مرستو مننه کوي، د پرلهپسې وچکالۍ او اسلامي امارت ته د فقر او لوږې په میراث پاتې کېدو له امله افغانان بشري، پراختیايي او د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرگنده کړه، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان څخه د افغانانو ايستل، د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمنوي او ټینگار یې وکړ چې باید له کډوالو څخه سیاسي گټه وانهخیستل شي.:«دا مهال افغانستان امن دی، اداري فساد او نشهیي توکي کښت، قاچاق او تولید لمنځه تللی او زورواکي پای ته رسېدلې چې له امله یې په هیواد کې پانگونې ته ښه زمینه برابره شوې ده. موږ له اسیا پراختیايي بانک او نور بنسټونو څخه غواړو چې په افغانستان کې خپلې نیمگړې پروژې بشپړې کړي.»
دا په داسې حال کې ده، پاکستان روانه اوونۍ ویلي وو، چې په نږدې وخت کې به له پاکستان څخه یو مېلیون نور افغان کډوال هم وباسي.