‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت، مرستیال مولوي شهاب‌الدین ثاقب د ایران د کرنې وزارت له مرستیالې، مریم جلیلي مقدم او مل پلاوي سره کتلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې په دې کتنه کې ایران ته د پنبې او نورو کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي، ګمرکي او ټرانسپورټي اسانتیاوو او د کیفیت معیار په لوړولو خبرې شوې دي.

دواړو لوریو دغه راز د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه د خبرو اترو پر دوام ټينګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version