‏د ایران خاتم‌الانبیاء د مرکزي قرارګاه قومندان، علي عبداللهي ویلي، که د امریکا پوځ هرمز تنګي ته د ننوتلو یا نږدې کېدلو هڅه وکړي، له پوځي برید سره به مخامخ شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د هرمز تنګي امنیت د ایران د وسله‌والو ځواکونو په بشپړ کنټرول کې دی او د کښتیو تګ راتګ یوازې د دوی په همغږۍ ترسره کېدای شي.

هغه دغه راز د کښتۍ چلونې له نړۍوالو شرکتونو غوښتي چې له همغږۍ پرته د هرمز تنګي له لارې له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر تازه ویلي، ځواکونه به یې راتلونکې دوشنبه هرمز تنګي کې د بند پاتې کښتیو د خلاصون عملیات پیل کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version