د ايران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد قضايه قوې د یعقوب کریم پور او ناصر بکرزاده په نومونو دوه تنه د صهیونیستي رژیم استخباراتو (موساد) ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي.
ایراني چارواکو ویلي، چې یادو کسانو د جګړې پر مهال له موساد سره فعاله همکاري درلوده او د هېواد حساس معلومات یې د یادې ادارې افسرانو ته استولي وو.
د یادونې وړ ده، چې د ایران قضایه قوې تر دې وړاندې هم صهیونیستي استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور ګڼ شمېر کسان نیولي او اعدام کړي دي.
