په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي، چې هرمز تنګی به د چین د ولسمشر شي جېن‌پېنګ او د هغه امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ ترمنځ د مذاکراتو اصلي محور وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بیجېنګ لیدلوری دا دی چې د هرمز تنګی باید ډېر ژر پرانیستل شي.

هغه ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ اوربند باید په بشپړه توګه وساتل شي او نړیواله ټولنه باید د جګړو د بیا پیلېدو پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version