د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ايران سپاه پاسداران ځواک اعلان کړی، چې د دوی د هوايي دفاع نویو سیستمونو د اصفهان په فضا کې یوه بله امریکایي الوتکه نسکوره کړې.

سرچینې ويلي دا الوتکه ایم-کیو ۹ ریپر (MQ-9 Reaper) ډوله بې پیلوټه الوتکه ده، چې نږدې ۳۰ میلیونه ډالره ارزښت لري.

سپاه زياته کړې، چې يادې الوتکه د تهران په اسمان ګرځېده چې لومړی یې تعقیب او بیا نسکوره کړې ده.

ايران ادعا کوي، چې د جګړې له پیل راهیسې یې له لويو الوتکو سربېره د امريکا او اسرائيل لسګونه جاسوسي الوتکې نسکورې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version