راپورونه وايي، نن ورځ د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بګټي په يوه غونډه کې د بلوچستان د خراب امنیتي وضعیت له امله په بازارونو د سختو بندیزونه لګولو پرېکړه کړې ده.

د اعلان شویو پرېکړو له مخې، له دوشنبې ورځې وروسته به په کويټه او نورو ښارونو کې بازارونه د شپې په ۸ بجو په اجباري ډول تړل کېږي او له ټاکلي وخته وروسته به هېچا ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

په همدې حال کې د پاکستاني رژيم ځايي چارواکو څرګنده کړې چې د واده تالارونو او هوټلونو ته به هم د شپې له ۱۰ بجو هاخوا د فعاليت اجازه ورنه کړل شي.

پر ښارونو تړل کېدو سربېره د مالیې وزارت اړوند دفترونو ته هم د تړل کېدو امر شوی او کارکوونکي به خپل کارونه له کورونو ترسره کوي.

چارواکي وايي، دا بندیزونه د زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو او بې‌ثباته وضعیت له امله عملي کېږي او د سرغړونکو پر وړاندې به قانوني اقدامات هم وشي.

د بلوچستان وزیر اعلی خبرداری ورکړی، چې وضعیت جدي دی او حکومت اړ شوی څو د نظم د ټینګښت لپاره سخت ګامونه واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version