ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد قضایه قوې نن سهار د احسان افرشته په نوم ایرانی وګړی د صهیونیستي رژیم استخباراتي ادارې، موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړاوه.

ایراني چارواکو ویلي، چې نوموړي له موساد سره د پیغام‌رسوونکو اپلېکېشنونو او برېښنالیک له لارې په اړیکه کې و او د انټرنیټي پوسټ رسان تر نامه لاندې یې د موساد سپارښتنې عملي کولې.

ویل شوي، هغه د موساد لپاره د کار پر مهال په انګلیسي، فرانسوي او عبري ژبو هم مسلط شوی و او په استخباراتي شبکه کې یې سازماني نوم «جیمز» و.

د ایراني چارواکو په وینا، نوموړي له موساد سره د همکارۍ پر مهال سلګونه پیغامونه تبادله کړي وو.

د یادونې ده، چې ایران څو ورځې وړاندې د سي‌آی‌اې او موساد یو ګډ جاسوس هم په دار کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version