له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په موخه د لوړې کچې غونډه ترسره شوې.
د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزیر، د دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده کړو او مالیې وزارتونو استازو او همدارنګه د استخباراتو عمومي ریاست استازو ګډون کړی و.
سرچينې ويلي، غونډه کې د هېواد د روغتیايي سکتور د ستونزو، د خدمتونو د کیفیت د ښه والي او د روغتیايي چارو د مدیریت پر وړاندې د شته خنډونو په اړه بحث شوی او د حل لپاره یې پر اغېزمنو لارو چارو خبرې ترسره شوې دي.
ګډونوالو په روغتونونو کې د معیاري طبي وسایلو او تجهیزاتو پر برابرولو، د ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، په امارتي او خصوصي روغتونونو کې د مړینې د کچې پر کمولو او د ماشومانو د روغتیايي برخې پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
په غونډه کې همدارنګه په لیرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د پیاوړتیا، د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د همغږۍ رامنځته کولو او د ناروغیو د وقایې پر اهمیت هم خبرې شوې دي.
دغه راز د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړولو، ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو او ناروغانو سره د ښه چلند په اړه هم هر اړخیز بحث ترسره شوی.
د غونډې په پای کې بېلابېلو کمېټو ته دنده سپارل شوې چې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره خپلې طرحې او حل لارې چمتو او راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
