د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، د دغه وزارت له لوري د ۱۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل-پروان لویې لارې د دواړو لینونو د بیارغونې چارې پیل شوې.
حقشناس زیاتوي، چې د یادې پروژې نظارت او څارنه د کابل ولایت د ټولګټو ریاست له لوري ترسره کېږي.
د نوموړي په وینا، د یاد سړک په ترمیم سره به د هېوادوالو او مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
