شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د سرپرست حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د وینا پر مهال د دغه سازمان غړو هېوادونو ته د نشهیي توکو د قاچاق مخنیوي او د سیمې او نړۍ پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارېدو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.له اقتصادي مرستیالۍ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې لهمخې، ښاغلي برادر په افغانستان کې د مزار شریف – هرات – کندهار وسپنې پټلۍ پروژه مهم اقدام بللی او زیاته کړې یې ده، چې له دې سره به د جنوبي اسیا هېوادونه له مرکزي اسیا هېوادونو سره ونښلي.نوموړي زیاته کړې، چې دا پروژه به نه یوازې د ټرانزیټ په برخه کې د افغانستان موقعیت پیاوړی کړي، بلکې د سیمهییزې همکاري لپاره به هم زمینه برابروي.ښاغلي برادر همداراز یادونه کړې، چې افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چاري پیل شوي دي او هیله یې څرګنده کړې چې د دې سترې پروژې له بشپړېدو سره به افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د انرژۍ د انتقال مهمه حلقه وګرځي او د یوه باوري انرژي لېږدوونکي په توګه به خپل رول اداء کړي.د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي چې، سرپرست حکومت له بېلابېلو سیمهییزو هېوادونو سره د اړیکو له لارې دا ثابته کړې، چې د تعامل لپاره اراده لري او د متقابل احترام، عملي همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی.
سرپرست حکومت: غزه کې د اسرائیلي رژیم له لوري د مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل په کلکو ټکو غندو20 جولای 2025