د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن شنبه (د چنګاښ، ۱۴مه) نېټه د اذربایجان هېواد د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه.

‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له‌مخې، ښاغلي برادر د دغه بندر امکانات او د انتقالاتو بهیر له نږدې لیدلی او له اذربایجاني مسوولینو یې غوښتي چې له دې لارې د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د دغې لیدنې پرمهال د باکو نړیوال بحري بندر او د اوسپنې پټلۍ مسئولینو ویلي،‏ د دغه بندر له لارې چې د لاجوردو دهلیز په مسیر کې موقعیت لري، ترکیې او اروپا ته د افغانستان د صنعتي توکو، کرنیزو محصولاتو او کاني توکو صادراتو ته چمتو دي.

د خبرپاڼې له مخې، ‏د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو ګډې تخنیکي کمېټې وټاکلې، څو د دغه بندر له لارې د ګډې سوداګرۍ او ټرانزيټ د رامنځته کېدو په موخه موجود امکانات او ټرانسپورټي لارې و ارزوي او د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

‏د یادونې ده، چې د باکو نړیوال بحري بندر اوسمهال په کلني ډول د ۱۵ میلیون ټنه توکو د انتقال ظرفیت لري، چې په راتلونکي کې به دا کچه ۲۵ میلیون ټنه توکو ته لوړه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version