د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي، د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې د ۱۲٫۳ کیلو متره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې سړک به ۴۸ میلیونه افغانۍ مصرف شي او چارې یې د قادس ولسوالۍ په قادس خوردک سیمه کې پیل شوې دي.
ویل کېږي چې د دغه سړک په اوږدو کې د ۴۵۵ مترو په اوږدوالي د محافظوي دېوال او ۲۸ پلچکونو جوړول هم شامل دي، او پرانیسته یې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست لخوا شوې ده.
پر دې سربېره د کابل – کندهار لویې لارې په ګډون د یو ځینو نورو سړکونو د رغونې کارونه هم پیل شوي دي.
بلخوا د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي د دې سړک جوړېدو ته خوښ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې هلته دا ډول نورې پروژې هم عملي کړي.