د هېواد ‏عدليې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د هېواد په کچه د استوګنیزو کورونو او بلاکونو د کرایې لوړول ممنوع دي.

د یاد وزارت په وینا، د کرایې معیار به د ۱۴۰۳ کال له کچې سره سم وي چې اعظمي ۱۰ سلنه زیاتوالی پکې منل شوی او له دې پورته کرایه اخیستل ناقانونه ګڼل کېږي.

عدلیې وزارت زیاته کړې، چې په کابل کې د څار کمېټې د معاملاتو دفترونه دې او استوګنیز بلاکونه وڅېړي او سرغړوونکي د قانوني تعقیب لپاره اړوندو ارګانونو ته ور معرفي شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version